په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خوست د زعفرانو کښت عامول غواړي

په خوست د کرنې ریاست غواړي د زعفرانو کښت عام کړي. دوی وايي چې خوست زعفرانو ته ځکه جوړ دی چې اوبه او کرنیزې ځمکې یې کمې دي او زعفران په همداسې ځمکه شنه کېږي.

خو سیمه وال وايي چې اړوند ریاست ورسره په دې برخه څه مرسته نه کوي. ریاست وايي چې امکانات یې کم دي او مرستې ته اړتیا لري.