په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ:‌ څرنگه د سولې لپاره د باور فضا پيدا کېدى شي؟

له تيرو څو کالو څخه په افغانستان کې د سولې په نامه هڅې روانې دي، په ځانگړې توگه له کله نه چې د سولې عالي شورا جوړ شوې ده د حکومت له خوا په دې لړ کې هڅې "گټورې" بلل کيږي.

خو له دې سره په خوا کې په دې بهير نيوکې هم شته. په نړيواله کچه په ځانگړې توگه د لويديځ په ځينو کړيو کې د بهرنيو پوځيانو د وتلو له ضرب الاجل نه وړاندې د دې غوښتنه کيږي چې د سولې هڅې گړندۍ کړي او شرطونه ترې ليرې کړي.

ستاسې غږ په دې پروګرام کې په دې خبرې وشوې چې د سولې پر بهير د باور او اعتماد پيدا کولو لپاره بايد څه وشي؟