په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د برتانوي پارلمان غړی: څوک وایي افغانستان تجزیه کوم؟

د برتانیا پارلمان غړی توبیاس اېلوود وایي د افغانستان په اړه د نوموړي پلان غلط تعبير شوی دی. هغه زیاتوي د برتانیا انډېپېنډېنټ ورځپاڼه محکمې ته کاږي چې لیکلي یې وو ګواکې دی د افغانستان تجزیه غواړي.

ښاغلی توبیاس وایي د افغانستان لپاره د اتو اقتصادي زونونو د رامنځ ته کېدو وړاندیز کوي چې د "سي" پلان په نوم یادېږي.

له توبیاس اېلوود سره سپین تڼي مرکه.