د عکسونو البوم: ملالې یوسفزۍ باندې برید او نړیوال غبرګون

د خپريدو وخت: 11:14 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391
    • پاکستان کې ټولو ډلو، نړیوالي ټولني او د بشري حقونو فعالانو پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو برید په سخته غندلی.
    • د بشري حقونو نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل ویلی، چې پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو برید څرګندوي، چې پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي له څه ډول کړاوونو سره مخامخ کیږي.
    • پرون (سه شنبه د اکتوبر نهمه) د خیبر پښتونخوا په سوات کې نامعلومو وسله والو د ښوونځي پر یوه ګاډي ډزې وکړې، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ په شمول درې نجونې ټپیانې شوې.
    • رپوټونه وايي د ملالې روغتیايي حالت ښه دی، خو د درملو تر اثر لاندې ده او سوکه سوکه يي روغتیايي حالت په ښه کېدو دی
    • ملاله یوسفزۍ د درملنې لپاره د مینګورې نه پېښور کې د پوځیانو روغتون ته واستول شوه
    • ملاله یوسفزۍ په سر لګېدلې چې ډاګټران یې په عملیات بریالي شوي دي.
    • پاکستاني ‌طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته په ټیلفون وویل، چې په ملاله یوسفزۍ دوی برید کړی. د نوموړي په خبره په هغې يي ځکه برید کړی، چې د ملالې فکر د طالبانو ضد او سیکولر و او دا چې هغې د خپل دغه فکر په ډاګه څرګندونه هم کوله، نو له همدې امله پرې د دوی ملګرو برید وکړ.
    • د پاکستان د ولسمشر ویندوی فرحت الله بابر وايي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري بهر ته د درملنې لپاره د ملالې دلېږلو امر صادر کړی. پاکستاني دولتي ټیلویزون د کورنیو چارو د وزیر رحمان ملک له قوله ویلی، چې بهر ته د ملالې د لېږلو لپاره چمتو والی بشپړ شوی دی
    • د سولې جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ په سوات کې د ‌وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له عملیاتو مخکې دسیمې پر حالاتو د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم یاداشتونه لیکل او شهرت يي وموند.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .