په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چينايي ليکوال مو يان د نوبل ادب جايزه وګټله

د انځور حقوق 11
Image caption مو يان ۵۷ کلن دی، او د چين لومړی اوسېدنکی دی چې د نوبل جايزه ګټي.

د ۲۰۱۲ کال نوبل ادب جايزه چينايي ليکوال مو يان ته ورکړل شوې ده. د يوه پياوړي ليکوال په توګه ښاغلي مو لسګونه لنډې کيسې ليکلې، او لومړۍ ليکنه يې په ۱۹۸۱ کال کې خپره شوې ده.

د نوبل جايزې سويډنۍ اکاډمۍ د ده د کارونو ستاينه کړې، چې په خوبوړي ريالېزم يا واقعيت سره فولکلوري کيسې، تاريخ او معاصر وخت سره پويي.

مو يان ۵۷ کلن دی، او د چين دننه لومړی اوسېدنکی دی چې د نوبل جايزه ګټي.

په چين کې زېږېدلي ګاو شينجيانګ په ۲۰۰۰ کال کې د نوبل ادب جايزه ګټلې وه، خو دی د فرانسې هېوادوال دی.

مود نوبل ادب جايزې ۱۰۹ مه شمېره ګټونکی دی، چې تېر ۲۰۱۱ کال سويډني شاعر ټوماس ټرانسټرومر ګټلې وه.

دغه جايزه چې د نوبل بنسټ له خوا وړاندې کېږي، يوازې ژونديو ليکوالانو ته ورکول کېږي، او ارزښت يې ۸ مليون کرونه يا ۷۴۱ زره بريتانوي پونډه دی.

چينايۍ خبرياله شيوشياو چين د نوبل جايزې دغه ګټونکی چينايی اديب راپېژني.