د افغان رگبي لوبغاړو عکسونه

د خپريدو وخت: 15:05 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391
    • د افغانستان د رگبي فدراسيون وايي دا لوبه خورا په چټکۍ پر مخ ځي او د کم عمره لوبغاړو لوبډلې هم اوس لري.
    • د اووه کسيزو سياليو لپاره د افغانستان ملي لوبډله له ٢٥ کلبونو جوړه شوې ده
    • د افغانستان د رگبي فدراسيون چارواکي وايي له بدني پلوه افغان لوبغاړي چمتو دي خو تجربه يې لا کمه ده
    • افغان لوبغاړي وايي که په نړيوال ډگر کې ډېره موقع ومومي خپله وړتيا ښوولى شي
    • افغان لوبغاړي په خپل هوډ او وړتيا باور لري او وايي وخت به يې ثابته کړي چې ښه لوبغاړي دي
    • اوس په افغانستان کې د رگبي گڼ کلبونه شته چې يوازې په کابل نۀ بلکې نورو ښارونو کې هم فعاله دي
    • د رگبي فدراسيون په دې باور دى چې د کريکټ غوندې به رگبي هم ژر د ډېرو افغانانو خوښه شي
    • له رگبي لوبغاړو سره فدراسيون خواري گالي او په هر پړاو کې ورسره مرسته کوي
    • افغان لوبغاړي د اسيايي لوبو لپاره په کابل کې په تمرين بوخت وو
    • لوبغاړي وايي له بدني پلوه پوره چمتو دي او دا فزيکي لوبه د دوى لپاره جوړه ده

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .