د هند "هغه وچکالي چې له نورو هېره" ده

د خپريدو وخت: 09:32 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391
    • په هند کې ډېړی خلک په دې باور دي چې د دغه هېواد په لوېدیځ ایالت مهاراشتړا کې د اوبو کموالی هغه وچکالي ده چې نورو هندیانو او رسنیو هېره کړې ده. عکاس ارکادو داتو سیمې ته تللی او دا انځورونو يې اخیستي دي.
    • د هند په لوېدیځ ایالت کې له ۳۵ ولسوالیو نه پر یوازې څلورو موسمي بارانونه ورېدلي. د همدې سیمې په درې ولسوالیو ټان، ستارا او وېداربها کې خلک ډېر ځپل شوي دي. چارواکي وايي اوسنۍ وچکالي د ۱۹۷۲ کال هغې په پرتله ډېره بده ده.
    • د دغو عکسونو اخیستونکی وايي، په سیمه کې دېوالونه داسې وچ دي چې که اوبه پرې وپاشل شي هیڅ به پرې معلومې هم نه شي. عکاس وايي دلته کلیوال په ساعتونو ساعتونو یوه څاڅکي اوبو ته انتظار وي.
    • له حکومته ناهیلی شوی او وچ کالیو ځپلی دغه کليوال په خپله لاس په کار شوی او د اوبو موندلو لپاره ځمکه کیندي.
    • په داسې وچه وچکالۍ کې د څارویو او انسانانو ژوند ته خطر دی.
    • که څه هم د دغه ایالت په ځینو سیمو کې دولت د اوبو ټانکرونو ځای ځای کړي خو پر وخت د اوبو نه رسېدو له امله خالي پراته دي او د کلي ښځې مجبوره وي چې د اوبو پیدا کولو لپاره لرې واټن ولاړې شي.
    • ښځې یوه ځنګل ته ځي او له هغه ځایه له یوې ژورې کندې اوبه را خېژوي.
    • د اوبو نشتوالي بزګر هم بې کاره کړي او کر کیله نه شي کولی.
    • د هند د دې لوېدیځ ایالت شاوخوا ۴۰ سلنه خلک د دولت له لوري ځای پر ځای شویو ټانکرونو نه خپلې اړتیاوې پوره کوي.
    • نقدکوونکي وايي دغه وچکالي ښيي چې دولت د اوبو رسولو چارې ته سم او لازم پلانونه نه دي جوړ کړي.
    • خو د دولتي مرستو په نه شتون کې ځینو مرستندویه ټولنو خپل د مرستو پروګرامونه جوړ کړي دي. دغه کمپ هم یوې مرستندویه ټولنې جوړ کړی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .