د عینکو کان چارې

د خپريدو وخت: 06:48 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391
    • په ۲۰۰۷ کال کې د چين ميټللوگريکل شرکت منلې وه، چې په دغه کان کې شاوخوا درې ميليارده ډالره پانگونه وکړي .
    • یو بهرنی لرغون پېژندونکی د افغان کارګرو ترڅنګ د عینکو مس په مرکزي برخه کې د لرغونو بودايي اثارو لټون کوي.
    • په دغه کان کې چې د نړۍ يو له خورا لويو کانونو گڼل کيږي شاوخوا ١٣ ميليونه ټنه مس شته .
    • اوس د ناامنیو له کبله ددغه کان چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
    • د عينکو کان په ١٩٧٤ کال کې وموندل شو او په ١٩٧٩ کال کې پخواني شوروي اتحاد پرې کار وکړ خو نيمگړى پاتې شو .
    • د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې هم ځينې بهرني شرکتونه دغه ځاى ته راغلل خو پر طالبانو تر نړيوالو بنديزونو وروسته هغه هڅې هم پاتې شوې .
    • د دغه کان لپاره لومړى د برېښنا توليد او د کارگرانو لپاره د يوې مېنې د جوړولو هڅې پکار دي چې چينايي شرکت يې ترسره کوي.
    • د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش بیا وايي چې وړاندې د عینکو د مسو کان پر د طالبانو له خوا توغندي توغول کیدل او خو اوس دغه ستونزه لرې شوې او د کان د ویستلو چارې په نورمال ډول پرمخ روانې دي.
    • دا د عینکو د مس په شاوخوا کې د ماین پاکۍ لپاره درول شوې کېږدۍ دي. چارواکي وايي چې د کورنیو جګړو پرمهال د عینکو سیمه څو څو ځلې د جګړې لومړۍ کرښه وه. په تېرو څو کلونو کې د عینکو د مس له سیمې په زرګونو خښ کړای شوي ماینونه ایستل شوي.
    • دغه تور کاڼي دلته د ۲۰۰۰ کلونو مخکې اوسېدونکو انسانانو له لوري ویلې کړای شوي، خو دا څرک یې نه لګېږي، چې دوی دا کاڼي څرنګه ذوب کړي. په کاڼو کې لوی لوی سوري ښکاري، چې د لرغون پوهانو په وینا مس ترې ایستل شوي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .