د لکزمبرګ د شهزاده واده

د خپريدو وخت: 08:59 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391
    • د لکزمبرګ د شهزاده ګیلوم او بلجیکي کنتس سټیفني د واده مراسم په لاکزمبرګ کې کې ترسره شول.
    • دغه واده پا اروپايي سلطنتي کورنیو کې تر ټولو تازه واده و.
    • نرویژی شهزاده د ګڼو نورو شاهي غړو ترڅنګ دغه واده ته ورغلي وو.
    • د واده مراسم د نوتردام په کاتدرایه کې ترسره شول.
    • شهزاده ګیلوم د هېواد د واکمنانو د کتار لومړی سړی دی.
    • په خرڅلاو ځایونو کې ددغه واده لپاره ګڼو سوداګرو د واده په مناسبت تحفې او ډالۍ خرڅلاو ته اېښې وې او د زوم او ناوې عکسونه پر ځینو توکو کښل شوي وو.
    • د لکزمبرګ واټونه د تېر په پرتله د واده په ورځ ارامه وو.
    • د واده مراسمو ته نژدې ۱۲۰ خبري رسنۍ او اژانسونه د پوښښ لپاره ورغوښتل شوي وو، چې په سر کې یې د چین، روسیې، امریکا او المغرب ورځپاڼو او تلوېزیونونو استازي وو.
    • د خاصو مېلمنو سربېره، د واده مراسمو ته ځینې عام خلک هم ورغلي وو.
    • د واده مراسمو ته د ځینو اروپايي شاهي کورنیو غړي هم وربلل شوي وو.
    • دغه واده درې ورځې دوام وکړ.
    • په لکزمبرګ کې د بي بي سي خبریاله وايي، زوم او ناوې په ۲۰۱۱ کې کوژده کړې وه، او په همدې کال یې له یو بل سره مینه پیل کړې وه.
    • لوستې دي. ناوې په فرانسوي، جرمني او روسي ژبو خبرې کولی شي، او د بلجیم په لوفین کاتولیک پوهنتون کې یې ژبې

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .