اوونۍ په انځورونو کې: د اکتوبر ۱۳ـ۱۹

د خپريدو وخت: 20:17 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391
    • د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د نومبر ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید مېټ رامني په یوه غونډه کې.
    • د لبنان په مرکز بیروت کې د بم چاودنې شاوخوا اته کسان ووژل او په لسګونه نور يې ټپیان کړل.
    • د برتانوي هکر ګري مکنېن مور د برتانیا د دولت له هغې پېښې وروسته خپله خوښي څرګندوي چې امریکا ته يې د هغې د زوی د لېږدولو مخه ډب کړه.
    • په سوریه کې یاغي جنګیالیو په خپله د وسلو جوړولو ته مخه کړې. دغه یاغیان ډېر کله د وسلو له کموالي شکایت کوي.
    • د پولنډ او انګلستان تر منځ د فوټبال سیالۍ ته نندارچیان په تمه ناست دي.
    • د هند په الله اباد کې یوې ماشومې ځان د ناوراتري فیسټیوال ته تیار کړی.
    • فلیکس بام ګارټنر هغه لومړنی ټوپ وهوونکی دی، چې فضا ته له څېرمه ۱۳۸ زره فټه نه يې ځمکې ته ټوپ وواهه.
    • په ایرلند کې اس لوبه
    • د لاتینې امریکا د سپک وزن په سیالۍ کې د امریکا سوک وهوونکي برندن رایس خپل سیال ته په اووم پړاو کې تر هغه وروسته ماتې ورکړه چې لوبڅار لوبه ودروله.
    • د برتانیا د لومړي وزیر د دفتر چارواکو هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د صدرات په ماڼۍ کې د شته پيشو ګانو تر منځ تربګني سوک څپېړې ته وتلې ده.
    • د پېښور شاوخوا د وسله والو مخالفینو له خوا پر پولیسو بریدونه ډېر شوي دي. په دغه عکس کې د متنیو د سیمې پولیس وینئ چې پرې له برید وروسته ستړي هلاک ناست دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .