د عکسونو البوم: د غوري سیمنټو فابریکه

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391
    • د غوري د سيمنټو فابريکه په افغانستان کې د سيمنټو د توليد تر ټولو لويه فابريکه ده. دغه فابريکه په ۱۳۴۴ لمريز کال کې جوړه شوه.
    • دغه فابريکه د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته خصوصي سکتور ته وسپارل شوه او بيا فعاله شوه.
    • غوري فابريکه د کورنيو جګړو پر مهال نيمه تعطيل او ځينې وختونه يې هېڅ توليدات نه لرل.
    • د فابريکې مسؤولين وايي د دوی لويه ستونزه فابرېکې ته په ارزانه بيه د سون توکو برابرول دي. دغه فابريکه اوس د ازبکستان په وارداتي برېښنا او د ډبرو په سکرو چلېږي.
    • د فابريکې مشر اسلام الدين احمدي وايي د حکومت او د دغې فابرېکې د ونډه والو ترمنځ د اجارې د ورکړې پر سر لاهم ستونزې شته دي.
    • د سيمنټو لومړنۍ فابريکه په ۱۳۰۸ لمريز کال د کابل په مکروريان سيمه کې ايټالويانو جوړه کړې وه. دويمه فابريکه په جبل السراج کې جوړه شوې چې اوس دا دواړه فابرېکې فعاله نه دي.
    • د غوري فابريکه په کال کې ۱۲۰زره ټنه سيمنټ توليدوي چې لويه برخه يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې مصرفېږي.
    • د بغلان د ولايتي شورا مشر رسول محسني وايي: (( له هغې ورځې چې د غوري فابريکه خصوصي سکتور ته سپارل شوې وضعيت خراب شوی دی.))
    • غوري فابريکه ۶۰۰ کارګر لري چې ټول افغانان دي. ۴۰۰ نور کارګر د ډبرو سکرو په کان کې کار کوي چې دغې فابريکې ته سون توکي برابروي.
    • افغانستان اوس په کال کې۶ ميليونه ټنه سيمنټو ته اړتيا لري. حکومت او خصوصي سکتور هڅه کوي چې د سيمنټو بيې ښکته کړي.
    • د افغانستان د بيارغونې لپاره په کور دننه توليد شوي سيمنټ کافي نه دي او افغانستان همدا اوس ميليونونه ټنه سيمنټ له پاکستان او ايران نه واردوي.
    • د غوري فابريکه اوس په کال کې ۱۲۰زره ټنه سيمنټ توليدوي. خو مسؤولين يې وايي د دويم غوري فابريکې په فعالولو سره به دغه کچه د دې، درې برابره شي.
    • غوري فابريکه په ورځ کې د ۴۰۰ ټنه سيمنټو د توليد لپاره ۱۶۰ د ډبرو سکرو، ۶۰ ټنه چونې، ۸۰ ټنه ګل رس (خاوره) او ۲۰ټنه ګچ مصرفوي.
    • افغان چارواکي هېله من دي چې تر ځمکې لاندې د طبعي زيرمو د استخراج لپاره د کورنۍ او بهرنۍ پانګې په جلبولو سره به د بهرنيو مرستو له احتياجه خلاص شي.
    • په افغانستان کې تر ټولو لويه ستونزه بې کاري ده او حکومت هڅه کوي چې د پانګونې په جلبولو او د فابريکو په جوړولو سره خلکو ته کارونه پيدا کړي.
    • د غوري فابريکې يو شمېر کارګر وايي هغه مهال چې دغه فابريکه دولتي وه، د دوی ژوند ښه وو.
    • د غوري سيمنټ په افغانستان کې زیات مشهور دي او له جګړو وړاندې په افغانستان کې د لويو پروژو په جوړلو کې له همدې سمينټو کار اخيستل کېده.
    • افغان حکومت وايي د دغې فابريکې د توليداتو کچه هغې اندازې ته نه ده رسېدلې چې په قرارداد کې ذکر شوي او د فابريکې ونډه والو د دويمې برخې په فعالولو کې ځنډ راوستی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .