فاریاب ته د افغان ولسمشر سفر

د خپريدو وخت: 14:51 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391
    • افغان ولسمشر حامد کرزي فاریاب ته په خپل سفر کې په میمنې ښار کې د تېرې جمعې ورځې (اکتوبر/۲۶ مې) په ځانمرګې برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. عکسونه: کابل کې د ولسمشرۍ دفتر نه په مننې.
    • ښاغلي کرزي په میمنې ښار د وژل شویو کسانو لپاره دعا وکړه.
    • ښاغلي کرزي په میمنې ښار کې د خبرو پر مهال وویل په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به مرسته وکړي او هغوی ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.
    • ښاغلي کرزي په میمنې ښار کې د خبرو پر مهال.
    • ښاغلي کرزي چې په میمنې ښار کې د فاریاب له مشرانو او د قربانیانو له کورنیو سره خبرې کولې وویل د وژل شویو کسانو کورنیو ته یې یوه اندازه مرستې وروړي خو د مرستو د بڼې او اندازې په اړه یې څه و نه ویل.
    • "موږ دواړه برخو کې درسره مرسته کوو، تاسې ته یو مړۍ ډوډی پیدا کول د دولت دنده ده، خو د درس ویل بیا ستا دنده ده، له دې بېغمه اوسه له دې بیغمه اوسه".
    • ولسمشر وویل، دولت چمتو دی چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو ورځني لګښتونه ورکړي اود زده کړې زمینه هم ورته برابره کړي.
    • د میمنې خلک د ولسمشر سره ګوري.
    • ولسمشر د اختر د ورځې د ځانمرګي برید قربانیانو سره خو خوږي وښودله او هغوی ته يې ډاډ ګېرنه ورکړه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .