برما کې د مسلمانانو او بودایانو شخړې

د خپريدو وخت: 07:19 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391
    • د برما حکومت وايي تر ۲۲ زرو ډېر کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. ډېری اړدوړ په راخین ولایت کې شوی، چې روهینګا مسلمانان په کې اکثریت دي.
    • د برما حکومت مني، چې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۶۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي او یا بیخي له منځه تللي دي.
    • د برما حکومت د روهینګا مسلمانان د هېواد اصلي وګړي نه بولي او له هغوی سره بودایان ډېرې دښمنۍ لري.
    • یوه سیمه ییز چارواکي ويلي، چې ۴۷ کښتۍ له روهینګا بار تللې، چې ښځې، ماشومان په کې سپاره وو.
    • ملګري ملتونه وايي، ډېری کډوال په ډېرو ناوړه حالاتو کې ژوند کوي.
    • تر ۴۶۰۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي دي.
    • د بشري حقونو سازمانونونو د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ د هغو سوځول شوو سیمو انځورونه خپاره کړي، چې مسلمانان په کې اوسېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .