"د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځګړی رول لوبولی شم"

د خپريدو وخت: 18:49 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

ميډيا پلير

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسين احمد، د افغان حکومت او طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د منځګړتوب وړانديز کړی دی.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشرقاضې حسين احمد، د افغان حکومت او طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د منځګړتوب وړانديز کړی دی.

دهٴ دا خبره د افغان ولسمشرحامد کرزي د يو ليک په ځواب کې کړې چې له پاکستاني مشرانو يې په کې د امنيت په ټينګولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

افغان ولسمشر د پاکستان سياسي او مذهبي مشرانو ته په خپل ليک کې په دواړو هېوادونو کې د کوچنيانو راتلونکي خوندي کولو لپاره پر ګډ کار ټينګار کړی و.

ولسمشر کرزي دغه ليک سوات کې پر ملاله يوسفزۍ د وسله والو له برېد وروسته استولی و.

قاضې حسين احمد افغان مشرانو سره د خپلو پخوانيو اړيکو په يادونې وويل چې د افغانستان لانجې په حل کې رول لوبولی شي.

جماعت اسلامي او په خپله قاضي حسين احمد د روسانو پر ضد جهاد موده کې د حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او نورو پخوانيو جهادي مشرانو سره نژدې اړيکي لرل.

قاضي حسین احمد په اسلام اباد کې زموږ له همکار طاهر خان سره خبرې کړې، او لومړی دې پوښتنې ته ځواب وايي چې د افغان ولسمشمر ليک ته يې څه ليکلي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .