د عکسونو البوم: امریکایانو خپل ولسمشر وټاکه

د خپريدو وخت: 15:48 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391
    • د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد مېټ رومني ته په ماتې سره باراک اوباما د دوهمې دورې لپاره د امريکا ولسمشر وټاکل شو.
    • بري ته د رسېدو لپاره ۲۷۰ رایې په کار وې نو په ټوله کې اوباما ۳۰۳ رايي وګتلې او رامني ۲۰۶ رايي.
    • بري ته د رسېدو لپاره ۲۷۰ رایې په کار وې نو په ټوله کې اوباما ۳۰۳ رايي وګتلې او رامني ۲۰۶ رايي.
    • اوباما د امریکا په تاریخ کې لومړی تورپوستی ولسمشر دی، چې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې پاتې شو.
    • د افغانستان پخوانی وزیر حنیف اتمر وايي بارک اوباما برى په مجموع کې د افغانستان او سيمې لپاره ښه زيرى دى. دليل يې دا دى چې اوباما د افغانستان او د سيمې لپاره ښه پروگرام مطرح کړى دى.
    • باراک اوباما له خپلې مېرمنې هم مننه وکړه.
    • ولسمشر اوباما د شیکاګو د ټاکنیز کمپاین په مرکز کې له خپلو پلویانو او ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې رایه ورکړې ده.
    • په شکاګو ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا په مهال اوباما وویل موږ یوه امریکايي کورنۍ یوو. موږ پوهېږو، چې د امریکا لپاره مهم کارونه په مخکې پراته دي. ولسمشر اوباما زیاته کړه د خپل هېواد د پرمختګ لپاره به له رامني سره همکاري وکړم.
    • د ولسمشر اوباما د بیا بریالي کېدو په تړاو ګڼ نړیوال مثبت غبرګونونه ښوول شوي دي.
    • ښاغلي رامني تر ډېره سپین پوستو رایې ورکړې دي، حال دا چې ولسمشر اوباما د ښځو، افریقایانو، امریکاییانو، هسپانویانو او ځوانانو له کلک ملاتړه برخمن شو.
    • مېټ رامني درایو له پایلې معلومېدو وروسته په خپله وینا کې له خپل ټاکنیز مرستیال او ټولو پلویانو مننه وکړه. ښاغلي رامني وویل ما ته د سیاست په پرتله د خپل هېواد خلک لومړیتوب لري.
    • میت رامني د ځينو ايالتونو د پايلو ترڅرگندېدا وروسته بارک اوباما ته تيلې فون وکړ او په ټاکنو کې يې د هغۀ د بري مبارکي ورته وويله.
    • میت رامني خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل امریکا لپاره د سختو ننګونو وخت دی او زه دوعا کوم چې ولسمشر اوباما زموږ د ملت په رهبري کولو کې بریالی اوسي.
    • د امریکا په متحده ایالاتو کې میلیونو خلکو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پرون (سه شنبه د نومبر ۶مه) پیل کړې وه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .