د سولې خبرو لپاره پلاوی پاکستان ته ځي

د خپريدو وخت: 16:53 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د سولې عالي شورا د ځینو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې له ۲۰۱۴ کال مخکې د سولې په بهیر کې پرمختګ ناشونی دی.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د سولې عالي شورا د ځینو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې له ۲۰۱۴ کال مخکې د سولې په بهیر کې پرمختګ ناشونی دی.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو مسوول محمد اسماعیل قاسم یار وايي، ښایې په شورا کې ځینې کسان وي، چې د سولې د تینګښت لپاره مختلف نظرونه ولري، خو وايي دا د دې مانا نه لري، چې د سولې خبرې دې له ۲۰۱۴ کال مخکې پایلې نه ورکوي.

ښاغلي قاسمیار دا رنګه وویل، ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې د سولې د عالي شورا یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره خبرې کړي، او په پیل کې ښاغلی قاسمي د هغو رپوټونو په اړه غبرګون ښیي، چې ویلي و له ۲۰۱۴ پورې د سولې په بهیر کې پرختګ امکان نه لري.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .