د قرغیز سرو زرو پر سر ترخې ناندرۍ

د خپريدو وخت: 10:55 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391
    • د قرغیزستان په کومتور سیمه کې د سروزرو کان د نړۍ له هغو کانو څخه یو دی، چې د بحر له سطحې یې لوړ والی ډېر دی. دغه لوړوالی ۴۰۰۰ م یا ۱۳،۱۲۰ فټه ښودل شوی. دغه کان د مرکزي اسیا تین شان غرونو په منځنۍ کنګل شوې سیمه کې موقعیت لري. د دغه ځای طبیعي ښکلا د دغه کان پر سر د بې خونده ناندریو په پرتله خورا ډېره ده. فوټو کوبات چېکېروف (بي بي سي)
    • احتجاج پر دولتي ودانیو د یرغل په هڅو پای ته ورسېد. دغه لاریون د هغې بې ثباتۍ یوه برخه ده، چې په دغه هېواد کې یې له امله د ولسي پاڅونونو په لړ کې دوه حکومتونه بدل شوي او توکمیز تاو تریخوالی رامنځ ته شوی.
    • د اپوزېسیون د ملت پال قرغیز ګوند (اتاژورت) ګوند پلویان په دا وروستیو کې د پلازمېنې بېشکیک سړکونو ته راووتل. دوی غوښتنه کوله، چې د کومتور سیمه باید د دغه هېواد د حکومت په ولکه کې ورکړل شي.
    • په دا وروستیو کې په یوه رپوټ کې هم په دې اړه خبرداری ورکړل شوی، چې د ځمکې ښوېدنې له امله په ممکن ډول کانونو ته څېرمه د یوه بند د ماتېدو له امله به خورا ناوړه پایلې رامنځ ته شي. په رپوټ کې ویل شوي، چې د پاس موجود واورین جهیل د ویلي کېدو له امله داسې احتمال شته، چې سیلابونه راووځي.
    • د قرغیزستان د حکومت له خوا یوه ټاکل شوي کمېسیون، چې په پرله پسې توګه په کومتور سیمه کې تر سره شوي فعالیتونه څاري، د کان کېندنې په بهیر کې د چاپېریال ساتنې ته د نه پام له امله پر ادارې سختې نیوکې کړې. په همدې حال کې د دغه هېواد پارلمان هم ورته نیوکې کوي او د چاپېریال د زهرجن کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
    • په قرغیزستان کې له هغه اعلان وروسته تر څو اوونیو پورې احتجاج دوام درلود، چې په کې د دغه کان په اړه ویل شوي، چې د اکتوبر په میاشت کې به دولتي شي. دغه ناندرۍ د دغه هېواد پریمانه طبیعي زېرمو ته د لاسرسي په لړ کې خورا مهم رول لری، چې له امله یې ناندرۍ رامنځ ته شوې.
    • هغه کسان چې د دغه کان د دولتي کېدو پلوي کوي، وايي په تکرار سره دغه ستونزه د چاپېریال د خوندیتوب اړوند اندېښنې لامل کیږي، ځکه یې باید واګې دولت په خپل لاس کې واخلي. دوی وايي په دې توګه به د ګټو د وېش انډول په نسبي ډول سم شي.
    • د کومتور کان د اهمیت کچه داسې هم معلومیږي، چې د دغه ځای عاید د دې هېواد د ناخالص تولید ۱۲ سلنه برخه تشکیلوي او همدا راز یې په ۲۰۱۱ کې د دغه هېواد د ټولو صادراتو سم نیمايي برخه تشکیل کړه. د دې کان د راتلونکی پر سر درېدل په د سیمې له بې وزله هېوادونو څخه يه یوه کې د ژور سیاسي منتشروالي څرګندونه کوي.
    • په کان کې د خوندیتوب د اقداماتو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د پارلمان غړي د دې کان د کیندنې په اړه د شوي قرارداد په اړه د تجدید نظرغوښتنه وکړي. بل لور ته کان کنستونکې کمپنۍ چارواکو د سږ کال په لومړیو کې وویل، چې دوی غواړي د واورو ښوېدو له امله خپل فعالیت لږ کړي.
    • د کان کندنې کاناډايي کمپنۍ (سینټرا) مسوولین وايي د استعمال شویو اوبو له امله د چاپېریال د ککړتیا په اړه د قرغیز پارلمان له یوه رپوټ پرته بل داسې هیڅ ثبوت نه شته، چې په دغه ځای کې د کان کندنې له امله د چاپېریال خوندیتوب ته زیان اوښتی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .