پر غزې د اسراییلي بریدونو پنځمه ورځ

د خپريدو وخت: 11:05 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391
    • پر غزه د اسراییلو بریدونه پر پنځمه ورځ هم دوام لري. د غزې پر وګړو اسراییلو له هوا، ځمکې او سمندر څخه بریدونه جاري ساتلي دي.
    • اسراییلو د ګڼو رسنیو یو مرکز په نشه کړی، چې یو شمېر خبریالان په کې ټپیان شول.
    • په غزه کې اسراییلو پر یوه کور بمبار کړی، چې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي یې وژلي دي.
    • د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې د اسراییلو په پنځو ورځنیو بریدونو کې لږترلږه ۹۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
    • د اسراییلو په بریدونو کې له کنډوالو د ژوبلو شوو کسانو رایستل دوام لري.
    • په اسراییلي بریدونو کې ډېری وژل شوي کوچني ماشومان دي.
    • اسراییلو ویلي، چې له تېرې چارشنبې تر اوسه یې د غزې تر ۹۰۰ ډېر هدفونه په نښه کړي دي.
    • فلسطینیان هڅه کوي، چې د اسراییلو د توغندیو مقابله په توغندیو وکړي. اسراییل د خطر په اورېدو سره امن ځایونو ته پناه وړي.
    • د اسراییلو دفاعي سیستم له غزې پرې توغول کېدونکي توغندي په هوا کې شنډوي.
    • اسراییلي پوځيانو پر غزې تر برید شېبه مخکې خوشالۍ کوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .