د څرخي پله په نشه روږدي بندیان

د خپريدو وخت: 07:54 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391
    • د افغانستان د زندانونو مشر امير محمد جمشيد منلې وه چې دا ستونزه شته خو ويلي وو چې د نشيي توکيو د موندلو وسمهالي څار توکي نه لري چې دا ستونزه په بشپړ ډول غوڅه کړي.
    • د افغانستان په څرخي پله زندان کې حالت بل راز دى. نه يوازې دا چې روږدي کسان په کې له روږديتوبه نه ژغورل کيږي، بلکې روغ رمټ ورغلي زندانيان هم په کې په هيروينو، اپينو، چرسو او نورو نشو روږدي کيږي.
    • د کابل د څرخي پله زندان روغتيايي څانگې ته ورغليو يو شمېر روږد زندانيانو بي بي سي ته و ويل چې دوى دننه په زندان کې په نشو روږدي شوي دي.
    • د افغانستان د زندانونو مشر په روغتيا وزارت هم نيوکه کړې وه او ويلي يې وو چې تر اوسه يې زندان ته ايله پنځه لس بسترونه ور ليږدولي. خو په وينا يې تر دې مهاله يې د يوه روږدي زنداني درملنه هم نه ده کړې.
    • د څرخي پلۀ په روغتيايي مرکز کې پر دنده بوخت ډاکټر چې د خپل نوم له خپرولو يې ډډه کوله ومنله چې لږ شمير روږدي کسان له بهر چاپيرياله روږدي راليږديدلي او ډير شمير په زندان کې دننه روږدي شوي دي.
    • يو شمېر خلک وايي له يوۀ پلوه که زندان د کړاو ځاى دى، نو بل پلو يو روزنځى هم دى چې زندانيان په کې د نشه يي توکيو او نورو ناوړو بوختياوو څخه ژغورل کېږي.
    • د افغانستان د زندانونو مشر جنرال امير محمد جمشيد هم ومنله چې په څرخي پله زندان کې روږدي کسان نشيي توکي کاروي خو وايي دا ورته ناشونې ده، چې زندان ته د نشيي توکيو ليږد په بشپړ ډول بند کړي.
    • روږدي زندانيان پوليس هم تورنوي، خو د څرخي پله د زندان مشر مل پاسوال سردار محمد سلطاني دا تور بې بنسټه وبالۀ، نوموړي وويل چې په وروستيو کې يې د نشيي توکيو د کارونې په تور يو شمير زندانيان څارنوالۍ ته هم ورپېژندلي دي.
    • د څرخي پله یوه زنداني وویل: "خراب شوو نو، په زندان کې خراب شو، زندان له نشيي توکيو ډک دى په کيلو کيلو موندل کيږي څومره دې چې په کار وي پيدا کيږي، خو چې پيسې درسره وي، زه هم په زندان کې په هيروينو روږدى شوى يم، دا نشيي توکي ملاقاتيان او پوليس راوړي ، که خپله پوليس په کې ښکيل نه وي، څوک يې راوړي، اوۀ تړلې دروازې دي، پر کومه لاره راځي که پيسې ورکړي د نشه يي توکيو ډکه لارۍ هم رالېږدولاى شې."

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .