سودان کې پر بې وزله کسانو تېري کېږي

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی چې د جنوبي سوډان په بې وزله ایالت جونګیلي کې پر ښځو او ماشومانو په بیساري ډول تیری کیږي. دغه سازمان وايي زیاتره تنکي ځوانان د قبلیوي جګړو پر مهال تښتول کیږي او یا هم وژل کیږي.

ددغه سازمان په راپور کې راغلي چې په جونګلي کې څو اساسي روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د بې پولو ډاکترانو یو عملیاتي مشر کرېس لاکیر په سمیه کې د تاوتریخوالي د کچې په اړه بي بي سي ته وویل:

''موږ په جنوبي سوډان کې د جونګیلي حالت ته د تاوتریخوالي د مرکز په سترګه ګورو. زموږ په راپور کې د تاوتریخوالي او بېرحمانه کړنو چې موږ په کلینکونو کې لیدلي او د تېرو اتلسو میاشتو په اوږدو کې مو چې کیسې اورېدلي رابرسېره شوي دي.''

په ۲۰۱۱ کال کې موږ د تاوتریخوالي تر زرو ډېرو ټپونو شاهدان وو

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .