ستاسې غږ: ولې افغانان د خپل هېواد توليدات نه کاروي؟

د خپريدو وخت: 11:11 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

دافغانستان توليدات گاونډ څخه د ورغلو توکو له امله د بازار موندلو پيدا کولو کې ستونزو سره مخامخ دي

افغان ولسمشر په افغانانو غږ کړى دى چې د افغان اقتصاد د پياوړتيا لپاره دې د افغانستان له خپلو توليداتو کار واخلي.

ولسمشر حامد کرزي كابل كې د وينا پرمهال د اقتصادي سکتور وزراتونو ته هم ويلي دي چې کورنېو توليداتو ته د خرڅلاو چارې برابرې کړي.

ولسمشر کرزي داغوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې گڼې حکومتي ادارې په دې تورنې دي چې پخپله بهرنېو توکو ته په کورنېو هغو لومړيتوب ورکوي.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په دې غږيږو چې څرنگه افغانان په دې ته قانع کېدى شي چې د افغانستان دننه توليد شوي توکي واخلي؟

په دې اړه خپرونې کې برخې اخيستو لپاره د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩ زنگ راووهئ

دغه راز په برېښناليکpashto@bbc.co.uk او ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ د ايس ايم ايس له لارې خپل نظرونه راستولى شئ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .