فلسطینیان د م. م په پرېکړې خوشالۍ کوي

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391
    • غزه- په غزه کې فلسطینیان د ولسمشر محمود عباس هغه وینا اوري چې په ملګرو ملتونو کې یې کړې ده.
    • غزه- د غزې فلسطینیان واټونو ته په هغې خوشالۍ کې وتلي، چې م. م فلسطین د یوه څارونکي په توګه ومانه.
    • بیت لحم- د بیت لحم اوسېدونکي د ښار واټونو او کوڅو ته وتلي دي. دوی د ملګرو ملتونو د پرېکړې په خوشالۍ کې اورلوبې وکړې، کلیساوو هم د خوښۍ زنګونه وشرنګول.
    • غزه- په غزه کې فلسطینیان خوښي کوي.
    • غزه- په غزه تراډه کې خوشالۍ. ۱۳۸ هېوادونو د فلسطین په پلوۍ رایه ورکړه، خو نهو نورو یې ضد رایه وکاروله.
    • نیویارک- په ملګرو ملتونو کې د امریکا له سفیرې سره د اسراییلو استازی. د پرېکړې ضد یوازې اسراییلو، امریکا، کاناډا او چیک جمهوریت منفي رایې ورکړې.
    • بیت لحم- فلسطینیان د ولسمشر محمود عباس وینا اوري .
    • رام الله – ګڼ فلسطینیان په رام الله کې د ملګرو ملتونو د پرېکړې په خوښۍ وتلي دي.
    • نیویارک- ولسمشر عباس د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.
    • نیویارک- ولسمشر عباس تر وینا وروسته.
    • رام الله- فلسطینیان د اسراییلي نیواک ګرو پرضد شعارونه لېږدوي.
    • نیویارک- فلسطینی ولسمشر محمود عباس د غونډې او رایو تر پایلو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر احمد داود اوغلو سره غاړه غړۍ دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .