د عکسونو البوم: نړیوالې رسنۍ د شهزادګۍ لېدو ته په تمه

د خپريدو وخت: 15:49 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391
    • د برتانیا شهزاده ویلیم مېرمن کیت د میندوارۍ له خبر وروسته نړیوالې رسنې پر ګینګ ایډورډ روغتون ورماتې شوې دي. د شهزادګۍ د میندوارۍ خبر پر دوشنبې خپور شو.
    • شهزادګۍ کیت له زړه بدوالي وروسته پر دوشنبې روغتون ته یوړل شوه. شهزاده ویلیم هم له خپلې مېرمنې سره و.
    • خو شهزاده او شهزادګۍ کله د میندوارۍ نه خبر شو؟ ماڼۍ یې کره وخت نه ښیي او يوازې وروستي وخت يادونه کوي. خو داسې معلومېږي چې د شهزادګۍ کیت میندواري له دولسو اوونیو نه ده اوښتې.
    • شهزادګۍ کیت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې د شهزاده ویلیم فراغت په مراسمو کې را څرګنده شوه. دغې مېلمستیا کې د ملکې په ګډون د شاهي کورنۍ مهم کسان ورغلي وو. دلته شهزاده ویلیم ته د بریتانیاوي پوځي افسر رتبه ورکړل شوه.
    • خو انځور اخيستونکيو چې د پېغلې مېډلټن خوڅښت څاره، د دوی اړیکې تر اغېز لاندې وې. د ۲۰۰۷م کال په اپریل کې دوی وویل موږ سره یواځې ملګري یو.
    • موده تېره نه وه چې شهزاده او شهزادګۍ دواړه به په منظمه توګه سره یوځای لیدل کېدل.
    • دوی د لوبو په ځینو سیاليو کې هم سره یو ځای لېدل کېدل.
    • په کاري او افتخاري مراسمو کې هم شهزادګۍ د دې تر څنګ ولاړه وه.
    • څه موده وروسته شهزاده ویلیم او کیت سره کوژده وکړه او رسنیو سره د خبرو پر مهال ډېر خوښ ښکارېدل.
    • ۲۰۱۱ کال کې شهزاده ویلیم او ناوې کیټ یو بل د میلیونونو خلکو پر وړاندې د بکېنګهم ماڼۍ په برنډه کې سره ښکل کړل.
    • نوې جوړه په پرله پسې توګه په مهمو مراسمو کې را څرګندېدل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .