د عکسونو البوم: د سوریې د کډوالو ستونزې

د خپريدو وخت: 14:52 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391
    • له سوریې نه د کډوالو زیات شمېر کورنۍ په ترکيه، لبنان او اردن کې اوسېږي. مرستندویه ادارې وايي ډېرې کورنۍ له مناسبو خوړو، مېشت ځایونو او تودو جامو پرته ژوند کوي او کېدی شي چې د سخت ژمي زغملو توان ونه لري.
    • له ۴۰۰ زرو زیات کسان له سوريې کډوال شوي چې نیم یې ماشومان دي او ویل کېږي چې دوه نیمه میلیونه نور هم د سوریې دننه بې کوره شوي دي.
    • احمد خودور د پنځو بچیانو پلار دی. کله چې د دوی په سیمه کې نښتې پیل شوې، دی اړ شو چې لیبنان ته کډه شي. هغه یو کال د کورنۍ له نور غړو سره په دې زړه جونګړه کې تېر کړ.
    • ۱۵ ورځې یې ونیولې چې د احمد کورنۍ دغه ځای پاک کړي خو تر اوسه د سړو له کبله په ازاده هوا کې اور بلوي.
    • د ماشومانو د ژوغورنې ټولنه وایي که مرستې ژر ونه رسېږي، شاید ماشومان، سپین ږیري او ناروغان له جدي خطر سره مخامخ شي.
    • اټکل کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې هوا نوره هم سړه شي چې له امله یې وضع نوره هم خرابېدی شي. احمد وايي “وضع ښه نه ده، باران هم په پیلېدو دی او اوبه دننه را ننوځي”.
    • له کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرستندیه ایجنسۍ یوه اندازه پیسې ټاکلي خو احمد وايي تر اوسه یې د ضرورت له مخې نیمې هم نه دي تر لاسه کړې. احمد وايي ٬له دې نه چې په سوریه کې مړ شم دلته ژوند غوره بولم٬.
    • ملګري ملتونه اندېښنه څرګندوي، چې د سوریې په ځینو سیمو کې د روان تاوتریخوالي له امله ښایي دغه شمېر د روان کال تر پایه پورې اووه لکه کسانو ته ورسېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .