برتانيا افغان سولې کې د همکارۍ د زياتېدا غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 12:29 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

د برتانيا، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د درې اړخيزې غونډې په وروستۍ هغې کې برتانيوي استازي له کابل او اسلام اباده وغوښتل چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې په برخه کې د دوى په وينا عملي گام بايد واخلي او همکاري سره ډېره کړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان، برتانيا او پاکستان د بهرنيو چارووزيرانو ومنل چې د افغان حکومت له مخالفانو سره د جوړجاړي لپاره بايد په خپلو کې همکاري ډيره کړې.

لندن کې چارشنبې په ورځ ماښام ناوخته ( د دسمبر ٥) دغه موافقه د دغو هېوادونو ترمنځ د درې اړخېزې غونډې پرمهال وشوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل د دغې غونډې په ترڅ کې د پاکستان له زندانانو د طالبانو پر خوشي کولو هم خبرې وشوې.

ښاغلي لودین زیاته کړه د برتانیا پیغام دا دی چې پاکستان او افغانستان باید عملي ګامونه پورته کړي.

له ښاغلي لودین سره د متين سمسور مرکه دلته اورېدلى شئ

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .