د عکسونو البوم: اوسکار نیمیر، نوښتګر او زړور معمار

د خپريدو وخت: 18:51 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391
    • اوسکار نیمیر، چې د ۲۰۰۷ په دې عکس کې لېدل کېږي، د تېرو ۶۰ کلونو په موده کې له نوښتګرو او زړورو معمارانو څخه یو و.
    • نیمیر د برازیل د وړاندیز شوې پلازمېنې برازیلیا طرح په ګډون جوړه کړه. دغه ښار ګوټی اصلي طرحې ته ورته دی. دغه طرح په ۱۹۵۰ کلونو کې د هوارې ځمکې پر سر کښل شوې ده.
    • نیمیر چې د کوربوزیر ملاتړ ورسره و، د یوه داسې سړک شاوا خوا ، چې د وزارتونو سل ځایونه په کې دي، د شاندارو کږو ودانیو جوړولو خوبونه لېدل.
    • دغه ښار د جوسیلینو کوبېسچیک دې الیوېرا د ذهن محصول و، چې له ۱۹۵۶ نه تر ۱۹۶۱ پورې د برازیل ولسمشر و.
    • دغه یوه عالي پروژه وه، خو په ۱۹۵۶ کې د کار له پیل ایله څلور کاله وروسته افتتاح شوه. په دې کې د دغه هېواد د ملي کلیسا یوه ودانۍ هم شامله ده، چې د ځوړند تاج په توګه له هندارې رغول شوې ده، چې د یوې تڼۍ په وسیله یو لور بل لور او لوړ ته حرکت کوي.
    • د دودیزو کلیسا ګانو په پرتله، چې دننه په کې تیاره او تنګسیا وي، دغه کلیسا له رڼا ډکه وي.
    • نیمیر د برازیل منلی معمار و. د نوي کول یو پیاوړی نوم، دی د برازیل وتلی معاصر و، ، چې په کږه بڼه یې له کانکریټ څخه مجسمې جوړولې.
    • د خپلو معاصرو برخلاف، چې څلور اړخیزې ودانۍ یې جوړولې، نیمیر یو شمېر داسې ودانۍ جوړې کړې، چې د ډېرو شمېر یې ځان ته کړ او اوس هم یادیږي.
    • د هندارو او کانکریټ داسې اډانې، چې نژدې له عامې شرحې څخه په کې سرغړونه شوې. کانکریټ، کوږوالی – په نېټیروي کې د معاصر هنر موزیم، د ریو دې جنېرو ټاپو ته څېرمه.
    • ننداره کوونکي دیوې پیچلې لارې په وسیله تالۍ ډوله ودانۍ ته، چې په سر کې یې ګالرې ده، ننوځي چې نیمیر د دغې ودانۍ په وړاندې د یوه ګل په څېر رغولې ده.
    • د خپلو معاصرو له لږ خفګان سره سره، د خپل کار په اوږده دوره کې نوموړي د برازیل په نژدې هر مشهور کمېسیون کې برخه درلوده. نوموړی په دې باور و، چې سترې ودانۍ د ښتمنو لپاره ځانګړې وې، خو هیله یې درلوده، چې د بیوزلو او عام ولس لپاره هم د خوښي لامل شي.
    • اوسکار نیمیر په ۱۹۰۷ کال د ریو دې جنیرو په یوه سوکهاله کورنۍ کې زېږېدلی و. په ۱۹۳۰ کال کې د لوړو زده کړو له تر لاسه کولو وروسته نوموړي په یوه ودانیز شرکت کې کار پیل کړ.
    • په برازیل کې د یو شمېر ودانیزو کارونو له امله له ستایل کېدو وروسته په ۱۹۵۰ کلونو کې نوموړی د هغې ډلې د غړي په توګه ونومول شو، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ جوړولو کار ورته سپارل شوی و.
    • نیمیر د خپل ټول ژوند په اوږدو کې کمونیست پاتې شو. کله، چې په ۱۹۶۴ کال کې برازیل کې پوځي کودتا وشوه، نو نوموړی په زور فرانسې ته تلو ته اړ اېستل شو. له دې سره نوموړی د خپل کار په لړ کې په ټوله نړۍ کې وګرځېد. نورې نړۍ ته د خپل کاږه لاسلیک له صادرولو سره، د تبعید پر مهال هعم نوموړی په برازیل کې د نژدې هر مهم کمېسیون غړیتوب درلود.
    • دغه د لي هاویر د هنرونو مرکز دی، چې په ۱۹۸۲ کې طرح شو.
    • په ۱۹۸۰ کلونو کې نوموړی خپل رښتیني معنوي کور ریو، ته ستون شو. نیمیر له خپلې ۱۰۰ مې کلیزې وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .