د شپې مهال له فضا څخه د ځمکې انځورونه

د خپريدو وخت: 05:11 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391
    • د ناسا پوهانو د شپې مهال د ځمکې د سیالې نوي عکسونه خپاره کړل.
    • دغه انځورونه، چې د نړۍ نقشه په کې ښکاري، د ناسا د نوې مصنوعي سپوږمکۍ او د ځمکې د حالاتو د پوښښ او سمندري چارو د ادارې له خوا اخیستل شوي.
    • د ناسا دغه انځور، د شپې مهال د ځمکې کره انځوروي، چې دا ډول عکس مخکې نه و اخیستل شوی.
    • دغه انځور د VIIRS په نامه یوه ماشین په مټ اخیستل شوی، چې د مصنوعي سپوږمۍ پرسر نصب شوی. دغه ماشین د شپې مهال د ځمکې شفاف عکسونه اخیستی شي.
    • د جنوبي امریکا په قاره کې د سمندر اخیستل شوی عکس. دا عکس د ۲۰۱۲ د جولای میاشتې پر ۱۲مه اخیستل شوی.
    • دا هم د VIIRS ماشین په مټ د ځمکې اخیستل شوی انځور.
    • د ځمکې د برغولي د څېړنو د برخې امریکایی څېړونکی سټیفن میلر وايي، VIRRS ماشین شپې مهال داسې عکسونه اخلي، چې هېڅ رڼا نه وي.
    • سټیفن زیاتوي: د شپې مهال د ځمکې د سیارې لیدل د ورڅې په پرتله یوڅه تت ښکاري، د ځمکې سیاره د انسان خلاف، خوب نه کوي.
    • دغه عکس د نیل او دلتا نهرونو پر څنډه د ۲۰۱۲ اکتوبر پر ۱۳مه اخیستل شوی. ناسا وايي: د نیل او دلتا نهرونه د مصر له ټول ټال مساحت څخه پنځه په سلو کې برخه جوړوي، خو د مصر په سلو کې نهه پنځوس سلنه وګړي په کې ژوند کوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .