"غواړم د سیاست له لارې د ښځو د حقونو مبارزه پر مخ بوځم"

د خپريدو وخت: 17:16 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره سياسي گوندونو هلې ځلې پیل کړي، په دغه هېواد، په ځانگړۍ خېبر پوښتونخوا کې ډېر خلک د ترهگریزو بريدونو په اړه اندېښنې لري.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره سياسي گوندونو هلې ځلې پیل کړي، په دغه هېواد، په ځانگړۍ خېبر پوښتونخوا کې ډېر خلک د ترهگریزو بريدونو په اړه اندېښنې لري.

خو له امنیتي اندېښنو سره سره یو شمېر ښځې هم په سیاسي ډګر کې حضور لري او په ټاکنو کې يې سیالۍ ته مټې بډ وهلي دي.

له دې ډلې یوه هم د خېبر پښتونخوا د جنګ ځپلې سیمې سوات نه مېرمن نادیه شېر خان ده.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف گوند غړې ناديه شېر وايي سياست یې د یوې ننګونې په توګه پیل کړى او غواړي له دې لارې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړي ځکه چې د وګړو ډېره شمېره ښځې دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .