لاریونیان د جنګي مجرمینو محاکمه غواړي

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391
    • نن (دوشنبه/دسمبر ۱۰) د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ هرکال په ګرده نړۍ کې لمانځل کېږي.
    • په دې لاریون کې ګڼو ښځو هم ګډون کړی و.
    • په کابل کې ددې ورځې په مناسبت د بشري حقونو لسګونو فعالانو لاریون وکړ، او د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه یې کوله.
    • مظاهره کوونکو له اوسني افغان حکومت، مخکنیو رژیمونو، بهرنیو ځواکونو او نړیوالې ټولنې شکایت درلود.
    • د مظاهرې لپاره د اړدوړ ضد پولیس راغلي وو. مظاهره کوونکو د بشري حقونو اصلي قانون ماتوونکي د افغانستان رژیمونه، اوسنی حکومت او نړیواله ټولنه وبلله.
    • مظاهره کوونکو ویلي، چې حکومت او نړیواله ټولنه د جنګي مجرمینو په مقابل کې چوپه خوله دي.
    • ګڼو مظاهره کوونکو له ځانونو سره د وژل شوو کسانو عکسونه لېږدول، چې په وینا یې د افغانستان په کورنیو جګړو کې وژل شوي.
    • ۴۷ کلن عزت الله وايي، چې د کورنۍ غړي یې د کورنیو جګړو پرمهال وژل شوي او یا ټپي شوي دي.
    • ځینو مظاهره کوونکو ان په ګاونډي ایران کې د بشري حقونو د قربانیانو عسکونه لېږدول.
    • مظاهره کوونکوي نژدې یو ساعت میوند جاده کې لاریون او ویناوې وکړې، او په کورنیو جګړو کې یې د وژل شوو کسانو پر قبرونو ګلان کښېښودل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .