کوچیان وايي دولت دې پرخپله پرېکړه ودرېږي

د خپريدو وخت: 12:38 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

نن (سې شنبې/دسمبر ۱۱) دریمه ورځ ده، چې افغان امنیتي ځواکونو د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د کوچیانو د استوګنې یوه سیمه کلابنده کړې ده. په همدې ترڅ کې د حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی د دغې لانجې د حل لپاره له دولتي چارواکو سره خبرې کوي. د ښارجوړونې وزارت وايي، یاده سیمه د دغه وزارت اړوند ده او د امنیتي حساسیتونو له کبله باید کوچیان ورڅخه وایستل شي.

له بله پلوه د کوچیانو استازي وايي، د دوی یادې کورنۍ څه موده وړاندې پخپله دولت دغې سیمې ته لېږدولې وې او اوس له خپلې پرېکړې په شا کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .