پېلوځی: د هندي موسیقۍ ستوری پرېوت

د خپريدو وخت: 21:51 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

د هند د موسیقۍ وتلی ستوری یادوو چې پرېوت. د هند د سینما د بل ستوري د۹۰ مې کلیزې په پلمه پېښور ته ورځو چې دلیپ کومار په کې زېږېدلی او بیا بالیوود ته ترې تللی دی.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د هند د سینما وتلی ستوری دلیپ کومار چې اصلي نوم یې یوصف خان دی ۹۰ کلن شو.

د هند د موسیقۍ وتلی ستوری یادوو چې پرېوت. د هند د سینما د بل ستوري د۹۰ مې کلیزې په پلمه پېښور ته ورځو چې دلیپ کومار په کې زېږېدلی او بیا بالیوود ته ترې تللی دی.

د روسیې مشهوره اوپرا سندرغاړې ګالینا ویشنېفسکایا هم دا اوونۍ له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هندي موسیقۍ ستوری، مشهور سېتار غږوونکی پنډت روي شنکر د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو. هغه ته د لوېدیځ او ختیځې موسیقۍ د پله په سترګه کتل کېږي.

ښاغلي شنکر د (بیټلز) له مشهورې هنري ډلې سره نژدې اړیکي لرلې او د ډلې ګیتاریست جورج هریسن هغه د نړیوالې موسیقۍ پلار بللی و.

د هند لومړي وزیر من موهن سنګ هغه ملي خزانه او د هند د کلتوري میراث نړیوال سفیر یاد کړ. له موسیقي پوه او سندرغاړي رحمان الدین رحماني سره پرې غږېږو.

دلیپ کومار ۹۰ کلن شو

د هند د سینما وتلی ستوری دلیپ کومار چې اصلي نوم یې یوصف خان دی ۹۰ کلن شو.

نوموړی په پېښور کې زېږېدلی دی او خپل فلمي فعالیت يې هم له همدې ښاره پيل کړی، او د هند یعنې بالیوود په سینما کې د شهرت څوکو ته ورسېد.

نوموړي په زیاتو فلمونو کې کار کړی او زیات مینه وال لري.

خو لږ خلک پوهېږي چې دی او د شاه روخان، وینود کهنه، امجد خان، مدو بالا او نورو په ګډون د بالیوود زیات ستوري اصلا له پېښوره وو.

د پښتو فلمونو اوسنی ستوری اصف خان غږوو.

د اوپرا مشهوره روسۍ سندرغاړې ومړه

مېرمن ویشنېفسکایا د تیاتر لوبغاړې، کارګردانه، ښوونکې او روزونکې وه.

د روسیې د اوپرا مشهوره سندرغاړې ګالینا ویشنېفسکایا په مسکو کې د ۸۶ کلونو په عمر مړه شوه.

مېرمن ویشنېفسکایا د تیاتر لوبغاړې، کارګردانه، ښوونکې او روزونکې وه.

نوموړې د خپل ۳۰ کلن هنري ژوند په لړ کې د لندن د کوېنټ ګاردن، میتروپولیتن اوپرا، ګرند اوپرا او لاسکالا د تیاترونو په ګډون د نړۍ په مهمو او مشهورو دریځونو راڅرګنده شوې وه.

هغې د تاسکا، ایېدا، ایوګیني آنېګين او د جګړې او سولې په نوم مشهورو اوپرا ګانو کې مهم رول لوبولی دی.

هغې له ۱۹۸۲ کاله راهیسې د اوپرا مسلک پرېښود او ښوونکې وه.

نوموړې په سینما کې هم رولونه لوبولي دي. د هغې د کار او ژوند په اړه د روسيې د سانت پیتربورګ د دولتي پوهنتون ښوونکې ایکاتیرینا پیترونه معلومات ورکوي.

د "چمن ګلونه"

په دې کتاب کې د چمن د سیمې د ۵۰ شاعرانو ژوند لیکونه او د شعر نمونې غونډ شوي دي.

کتاب د پښتو ادبي تړون چمن ټولنې له خوا خپور شوی دی.

دغه ادبي ټولنه له تېرو څو کلونو راهیسې د چمن په سیمه کې ادبي چارو ته دوام ورکوي.

سریزه یې د عادل اڅکزي له خوا کښل شوې چې عنوان یې دی: "چمن او دا ګلورینه تذکره".

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .