په امریکايي ښوونځي کې ډزې

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391
    • يوه ټوپکوال د امريکا شمال ختيځ کونېکټيکټ ايالت يوه لومړني ښوونځي کې ۲۰ ماشومان او شپږ غټان وژلي دي.
    • دا د امريکا په تېرو شپږ کالو کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
    • خبريالانو د سنډي هوک ښوونځی چې د ډزو دغه پېښه په کې شوې ده، د لوړې کچې ښونځی بللی، چې د پاسه ۶۰۰ زده کوونکي په کې زده کړه کوي، او عمرونه يې د ۵ او ۱۰ کلونو ترمنځ دي.
    • عينې شاهدانو ويل دوی ان تر ۱۰۰ پورې ډزې اورېدلې، او وېرېدلې ماشومان يې ليدلي چې په نيوټاون کې د سانډي هوک نومي دغه ښوونځی په تېښته وو.
    • د پوليسو يو وياند ويلي ټوپکوال په خپله وژل شوی دی.
    • د تېرې جمعې په ورځ (۲۴ قوس/لیندۍ) د کونېکټيکټ ایالت پولیسو وویل، چې د ډزو پرمهال ۱۸ ماشومان وژل شوي او په روغتون کې دوو نورو ماشومانو بیا د درملنې پرمهال د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
    • د ښوونځي مدیر ویلي، چې په ډزو کې د ښوونځي اروا پوه او څلور نور غټان هم وژل شوي دي.
    • راپورونه وايي، قاتل تر ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی، خو پولیسو یې په رسمي توګه تر دې مهاله په اړه څه نه دي ویلي.
    • ویل کېږي، چې د ۲۰ کلن ویشتونکي ادم لانزا مور نانسي لانزا مړی هم په کور کې موندل شوی دی.
    • له تېرې جمعې ورځې راهیسې ددغې پېښې د قربانیانو شمېر څو ځلې بدل شوی دی.
    • دا په کونېکټيکټ پوهنتون کې تر ۲۰۰۷ کال وروسته په امریکا کې تر ټولو خونړۍ او په ۲۰۱۲ کال کې درېیمه خونړۍ پېښه ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .