لودین: بهرني سیاست کې انډول ته پام کوو

د خپريدو وخت: 17:55 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

افغان حکومت وايي له نړۍ سره د خپلو دېپلوماتیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د دېپلوماسۍ پر يوۀ نوي لارښود کار کوي چي همدا سند به د افغانستان د بهرني سیاست اساسي ټکي جوړوي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان حکومت وايي له نړۍ سره د خپلو دېپلوماتیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د دېپلوماسۍ پر يوۀ نوي لارښود کار کوي چي همدا سند به د افغانستان د بهرني سیاست اساسي ټکي جوړوي.

د دغه سند پر مسودې په کابل کې جوړې شوې يوې پنځه ورځنۍ غونډې کې سلا مشورې روانې دي چې نن (دسمبر/۱۵) پرانېستل شوه.

غونډې کې په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفیران او ډېری استازي گډون لري.

افغان ولسمشر د دغې غونډي د پرانیستلو پر مهال وویل تر۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې عمده مرسته کوونکو هېوادونو ونډه پوځي او تکتیکي نه بلکې ستراتیژیکه بڼه ولري.

افغان چارواکي وايي دوى په دې توانيدلي چې په خپلې بهرنۍ تگلارې کې د هېوادونو ترمنځ انډول وساتي او د افغانستان په بهرني سياست کې دا يوه ستره بريا بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين وايي له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به دې اصل ته لا ډېر پام کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .