یونما د بین الافغاني خبرو غونډه جوړوي

د خپريدو وخت: 12:08 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یونما وايي، په راتلونکو څو اوونیو کې به د دغه هېواد د وسله والو مخالفینو او ټولو سیاسي اړخونو په ګډون، د سولې خبرو اترو د پیاوړتیا په موخه یوه غونډه جوړه کړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یونما وايي، په راتلونکو څو اوونیو کې به د دغه هېواد د وسله والو مخالفینو او ټولو سیاسي اړخونو په ګډون، د سولې خبرو اترو د پیاوړتیا په موخه یوه غونډه جوړه کړي.

د دغې غونډې د ځای په اړه یونما په کره توګه څه نه دي ویلي، خو داسې رپوټونه شته چې ښایې غوڼډه په ترکمنستان کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د دغې غوڼډې لومړني پړاوونه د افغانستان د ټولو سیاسي اړخونو د مشرانو او استازو په ګډون په کابل کې ترسره شوي دي.

زموږ همکار وحید پیکان په کابل کې د یونما ویاند نظیف الله سالارزي سره د یوې مرکې په پیل د دې غوڼډې لپاره د چمتووالي په اړه پوښتي دي

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .