په نشه د روږدو روغتون

د خپريدو وخت: 09:11 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391
    • د افغانستان په لوېديځ ولایت هرات کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لومړنی دولتي روغتون پرانیستل شوی.
    • دغه ۳۰ بستریز روغتون به چې د نارینه معتادینو درملنې ته ځانګړی شوی ، د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي.
    • دا نوی دولتي روغتون یوازې هغو نارینه وو ته ځانګړی شوی، چې پاخه عمرونه لري.
    • دا روغتون اوس د یوه کال لپاره فعال شوی او چارواکي وایې چې د تشکیل په پراخېدو سره به دې ته چمتو شي، چې په دایمي توګه فعالیت وکړي.
    • اوس مهال په هرات کې د نشه یې توکو په استعمال د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۶۰ زره تنه ښودل کېږي.
    • د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې ترسره شوې په هرات کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسېږي، چې له ۸ تر ۱۱ سلنې یې ښځې او له ۵ نه تر ۸ سلنه یې ماشومان دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .