د عکسونو البوم: د هند افسانوي هنرمندان

د خپريدو وخت: 21:24 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391
    • په تېرو کلونو کې د هندوستان نامتو عکاس رګو رای د دغه هېواد د ځینو وتلو او افسانوي هنرمندانو عکسونه اخیستي دي. ځینې یې په دې وروستیو کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو. دغه عکس د هند کلاسیکې موسیقۍ استاذ علي اکبر خان دی.
    • "د هند ستر استاذان" د نندارتون نوم و. په نندارتون کې د هند کلاسیکي موسیقۍ دوولسو سترو او وتلو هنرمندانو عکسونه نندارې ته وړاندې شوي وو. دغه عکس د بهامیسین جوشي دی.
    • په نندارتون کې تر ۶۰ زیات عکسونه ایښودل شوي وو. ټول عکسونه تور او سپین وو. دا د شهنايۍ موسیقۍ ستر استاد بسم الله خان دی. بسم الله خان په ۲۰۰۶ کال کې د ډهلي په یو کنسرت کې ومړ.
    • عکاس راي د دغو سترو او وتلو هنرمندانو عکسونه د دوی په کور، کار ځای، روزنیزو مرکزونو، کنسرتونو او سفر پر مهال اخیستي دي. دا د کلاسیکې موسیقۍ سندرغاړي کمار ګنیهاروي عکس دی. کمار د موسیقۍ په برخه کې خپلې ځانګړتیاوې لرلې.
    • رګو رای د سترو هنرمندانو عکسونو اخیستلو لړۍ په ۱۹۸۰ کال کې پیل کړه. دا د هريپراساد چوراسیا عکس دی.
    • د هريپراساد چوراسیا پلار یو مشهور غېږنیونکی و او غوښتل یې چې زوی یې هم د ده پر لار لاړ شي خو داسې ونه شول. د موسیقۍ سره د هريپراساد مینه بریالۍ شوه.
    • بالاچندر چې په ۱۹۹۰ کال کې ومړ یو ښه فلم جوړونکی، فلمي ستوری، ډاریکټر او سندرغاړی و.
    • دا وروستی عکس د هندوستان نامتو ستار غږونکي او موسیقۍ جوړونکي روي شنکر دی چې په ۹۲ کلنې کې مړ شو. نوموړي په لوېدیځ کې د هند کلاسیکې موسيقۍ په محبوبیت کې لویه ونډه درلوده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .