د "نړۍ وروستۍ ورځ" په اړه خرافات

د خپريدو وخت: 11:52 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391
    • د نړۍ په هرو لسو کسانو کې یو کس په دې باور دی چې نړۍ به د دسمبر په ۲۱ ختمېږي. د ویرجینیا په بریوېل کې د بلېوین کورنۍ دې ورځې ته سم تیاری نیولی دی.
    • د فرانسې په سوېل لوېدیځه برخه کې ډېری خبریالان د بوګراچ په نامه د دغه ښار ګوټي لوړو تپو ته ورغلي دي. ځینې خلک په دې باور دي چې د دغې سیمې په غرونو کې داسې ناپېژندل شوي الوتونکي توکي شته چې دوی به د نړۍ ختمېدا پر مهال له افتونو وژغوري.
    • د ترکي د سېرېنس په سیمه کې هم پولیس د خلکو د امنیت ساتلو لپاره ولاړ دي. خلک په دې باور دي چې په دې سیمه کې به له افتونو ځکه وژغورل شي چې وايي له همدې ځایه بي بي مریمه جنت ته ختلې ده.
    • د سیمې په واړه مارکېټ کې د ورځې سره تړلي توکي هم خرڅېږي.
    • دا چې نړۍ به په ۲۰۱۲ کال کې ختېمږي، د انټرنېټ او هاليووډ فلمونه له امله ترې خورا ډېره لویه کیسه جوړه شوې ده.
    • په چین کې بیا پولیسو ۵۰۰ هغه کسان نیولي چې د نړۍ ختمېدا په اړه يې دا ګونګوسې خپرولې.
    • ځینې خلک وايي چې د دسمبر په ۲۱ مه به نه یوازې نړۍ ختمېږي بلکې ځینې په دې باور دي چې تیارې به د تل لپاره ورکېږي او رڼا به راځي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .