''د چرګانو ښکلا''

د خپريدو وخت: 05:25 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391
    • د سنګاپور د یوه عکاس ارنسټ جوخ په لاس اخیستل شوي انځورونه په مسکو کې نندارې ته وړاندې شول.
    • دغه د خوخ په لاس یو اخیستل شوی انځور دی چې ده د (چرګان) نوم ورکړی، چې په مالیزیا کې د چرګانو د ښکلا نندارې ته سینګار شوی دی.
    • عکاس هڅه کړې ده، چې د انسانانو او د هغوی د مرغانو ترمنځ تړاو هم راولي، او انسان څرنګه له خپل کورني حیوان سره مینه لري.
    • د مسابقې پرمهال، درېیمګړي د چرګ درېدو ته ځیر دي.
    • جوخ پخپلو عکسونو کې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې.
    • د چرګانو د عکس ترشا توره پرده د چرګانو بڼکو ته لاډېره ښکلا ورکړې ده.
    • جوخ وايي: ((د یوه عکاس په توګه، تل هڅه کوم، چې انساني طبیعت ولېږدوم. خو دغه انساني طبیعت یوازې څه نه شي کولی، باید حیواني طبیعت هم وراضافه کړای شي.))
    • ارنسټ جوخ زیاتوي: ((هیله لرم چې زما د انځورونو دغه ټولګه زموږ انسانانو او حیواناتو ترمنځ د خواخوږي لامل وګرځي.))
    • د ارنسټ جوخ دغه هنري کار د مالیزیا او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د سر عکسونه وو.
    • نندارتون د دسمبر پر څوارلسمه پیل شو او د ۲۰۱۳ جنورۍ تر وروستیو پورې به دوام وکړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .