امریکايي اوروژونکي په ډزو وژل شوي

د خپريدو وخت: 09:21 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

په امريکا کې دوه داو طلب اورو وژونکي د اور مړه کولو پرمهال په ډزو وژل شوي دي.

پوليس وايي پر دې کسانو يوه دوشپيته کلن سړي بريد کړى وو چې بريد کوونکى هم وروسته مړ وموندل شو.

داسې ښکاري چې بريد کوونکي خپله ځان وژلى دى

دا وژنې په داسې وخت کې شوې دي چې د روانې مياشتې په پيل کې په يوه ښوونځي کې هم د ډزو له امله د گڼو زده کوونکو له وژل کېدو وروسته د وسلو ساتلو په قانون ناندرې روانې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .