د فېلېپين او مورو اسلامي ډلې ترمنځ د سولې تړون

د خپريدو وخت: 12:18 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

ميډيا پلير

امان الله عمران د فېلېپين حکومت او د دغه هېواد جنوب کې مورو مسلمانانو تر منځ شخړې او بيا د سولې شوي تړون ته کتنه کړې ده.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

فېلېپين د ۲۰۱۲ کال د اوګتوبر پر ۱۵ مه د دغه هېواد مسلمانانو تر ټولو سترې وسله والې ډلې د (مورو ازادۍ اسلامي جبهې) سره د سولې پلان يو چوکاټ لاسليک کړ.

پر دغه تړون له اوږدو خبرو وروسته سلا وشوه، چې موخه يې په فېلېپين کې د ۴۰ کلنې شخړې پای ته رسول و. د سولې پر دغه تړون د اوکتوبر په لومړيو کې د ماليزيا په منځګړتوب هوکړه شوې وه.

د تړون له مخې به د فېلېپين په جنوب کې چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي، يو کورواکه سيمه جوړېږي. امان الله عمران په خپل ځانګړي راپور کې د فېلېپين حکومت او د دغه هېواد جنوب کې مورو مسلمانانو تر منځ شخړې او بيا د سولې شوي تړون ته کتنه کړې ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .