د عکسونو البوم: ۲۰۱۲م کال کې د باليووډ نوې څېرې

د خپريدو وخت: 13:48 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391
    • په بالیووډ کې د کپور کورنۍ ډېر کسان شته دي، چې سږ کال په کې یو بل نوم هم زیات شو. دغه نوم ارجن کپور دی، چې د فلم جوړوونکي بوني کپور زوی او د فلمي لوبغاړي انیل کپور وراره دی. نوموړی د عشق زاده فلم په وسیله لومړی ځل د سینما پر پرده ولیدل شو.
    • ایلیانا ډي فروز د جنوبي هند د فلمي نړۍ اړوند ده او په بالیووډ کې یې لومړی فلم برفي نومیږي. دغه فلم د هند له لوري د اسکر جایزې لپاره هم استول شوی و، خو بریایې تر لاسه نه کړه.
    • د ایشیا ګپتا نوم له مس انډیا نه د فلمي هیروینو په نوملړ کې شامل شو. جیت۲ د هغې لومړنی فلم و، خو سږ کال یې د راز تهري ډي او چکپروهیو نومي دوه نور فلمونه هم نندارې ته وړاندې شول.
    • د ډېوډ دهون زوی ورن دهون (ښی لاس ته) او سدهارت ملهوترا د کرن جوهر په فلم سټوډنټ اف د ایر کې لومړی ځل وځلېدل.
    • د مهیش بټ دویمه لور عالیه بټ هم سږ کال فلمي نړۍ ته راغله او د کرن جوهر په سټوډنټ اف د ایر فلم کې یې رول ولوباوه.
    • له تیلیویزیون او راډیو نه د راغلي هنرمند ایوشمن لومړی فلم وکي ډونر بریالی و، چې نوموړي له هغه سمدلاسه وروسته خپل فیس ډېر کړ. ماډل یامي ګپتا هم له همدې فلم څخه خپل سفر پیل کړ.
    • هما قریشي د تیاتر له نړۍ راغلې، چې سږ کال یې د انوراګ کېشپ له فلم کینګ اف واسع پور څخه خپل فلمي سفر پیل کړ. سږ کال یې یو بل فلم، لو شو تې چکن کهورانه هم نندارې ته وړاندې شو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .