'سوریه له خونړيو ګډوډیو سره مخامخېدونکې ده'

د خپريدو وخت: 05:08 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاروف خبرداری ورکړی که په سوریه د حکومت او یاغیانو ترمنځ خبرې پیل نه شي نو په وینا سوریه به له خونړیو ګډوډيو سره مخامخه شي.

هغه وویل په سوریه کې د سیاسي حل لپاره هیلې په کمیدو دي او پر امریکا او نورو هېوادونو یې غږ وکړ چې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي.

ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې په روسیه کې له لوړ پوړو سوریايي دیپلوماتانو سره تر خبرو وروسته وکړې.

تر دې وړاندې د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې استازي احضر براهیمي هم په سوریه کې د ملي متحد حکومت د ژر جوړیدو غوښتنه وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .