د ۲۰۱۲ کال مهمې پېښې

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391
    • په مصر کې تر ۱۸ ورځنیو پراخو مظاهرو وروسته، مخکنی ولسمشر حسني مبارک استعفا کولو ته اړ شو. نوموړي پر مصر ټيک ۳۰ کاله واکمنۍ وکړه.
    • د وېلز شهزاده له ملکې کارنوال سره د کاناډا په سفر کې.
    • د ایټالیا په ساحلي څنډو کې 'کوسټا کونکوردیا' بېړۍ ډوبه شوه، چې ۳۲ کسان په کې ووژل شول. په دې بېړۍ کې تر ۴۰۰۰ کسان سپاره وو.
    • د اسپانیا لوبډلې مینه وال د اورپا فوټبال ۲۰۱۲ په سیالیو کې له ایټالوي لوبډلې سره د خپلې لوبډلې د ښې لوبېدو لپاره نارې وهي. په دې لوبه کې اسپانیا پر ایټالیا لاسبرې شوه.
    • د هند حیدر اباد په باتین ګاد وروڼو کمپ کې یوه ښځه د کورنیو درملو په نیت یو ژوندی کب تر ستوني تېروي. ځینې هندوان باور لري، چې ژوندی کب تېرول د ساه لنډۍ او تنفسي ناروغیو له منځه وړلو لپاره ګټور پرېوځي.
    • په اپریل کې د سودان جمهوریت له جنوبي سودان سره بېړني حالات اعلان کړل. دا حالت وروسته ترهغه اعلان شو، چې د جنوبي سودان ځواکونو هیلیچ تېل لرونکې سیمه د لسو ورځو لپاره نیولې وه.
    • په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو له لوري بریدونه ډېر شوي وو. په انځور کې یو امریکایی پوځي کندهار کې د تازه ماین چاودنې ترڅنګ ناست دی
    • د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما د پولیسو او د کان کنستونکو ترمنځ په نښته کې د ۴۳ کنستونکو پر وژل کېدا ملي ماتم اعلان کړی و.
    • په تېر جون کې د محمد مرسي د ولسمشر کېدو په درشل کې د هغه پلویان خوښۍ کوي.
    • د سوریې په کړکېچ کې تر څلویښت زرو ډېر کسان وژل شوي. دغه پاڅونونه د بشارالاسد د لیرې کولو لپاره پیل شوې دي. په انځور کې د سوریې د ازاد پوځ جنګیالي حلب کې یوه کور ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.
    • ولسمشر بارک اوباما د دویم ځل لپاره د امرکیا لوسمشر شو. نوموړي په ټاکنو کې میټ رامني ته ماتې ورکړه.
    • د سومالیا پولیسو د الشاب یاغي ډلې یو غړی د سمندر پر څنډه وموند.
    • په ۲۰۱۰ کال کې د برما سیاسي فعاله ان سان سوچي تر خوشي کېدا وروسته د پارلماني ټاکنو لپاره کاندیده شوه. پر نوموړې تر لسو کالو پورې د جبري حبس پرېکړه شوې وه.
    • په تېر نومبر کې اسراییلو پر غزې برید وکړ، چې له لړ کې یې ۱۵۸ فلسطینیان ووژل شول. اسراییلو ادعا کړې وه، چې له غزې تراډې په توغول شوو توغندیو کې شپږ اسراییلیان وژل شوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .