ډیلي کې امنیت او مظاهرې

د خپريدو وخت: 09:55 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391
    • د هند په پلازمېنه ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري د ښکار شوې مېرمنې له مړینې وروسته ډېر خلک د مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. له همدې امله په ډیلي ښار کې کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي.
    • له دې پېښې وروسته پولیسو شپږ کسان ونیول او دوه پولیسان له دندې ګوښه شول.
    • د ډله ییز جنسي تېري دغه پېښه په نوي ډیلي کې د ډسمبر په ۱۶ وشوه، چې په ښاري بس کې یو شمېر ناستو کسانو پر وژل شوې ۲۳ کلنې مېرمنې تېری وکړ او له زور زیاتي وروسته یې هغه له خپل ملګري سره له بسه بهر ته وغورځوله.
    • د ماونټ الزیبت روغتون مشر ډاکټر کیون لو وویل" په ډېره خواشینۍ سره وایم، چې هغې د ډسمبر په ۲۹ سهار پاو کم پنځه ساه ورکړه. د هغې مړینه په ارامۍ سره وه. د زنکندن پر مهال یې د کورنۍ غړي او د هندي کونسلګرۍ چارواکي موجود وو.
    • د انډیا ګېټ سیمه کې په هر ډول مظاهرو بندیز لګېدلی او دې لور ته تللې ټولې لارې تړل شوې دي.
    • په تازه رپوټونو کې ویل شوي، چې د ډیلي میټرو ۱۰ تم ځایونه تړل شوي
    • د ډیلي ښار منځنۍ برخه په یوه امنیتي کلا بدله شوې او له خلکو غوښتنه شوې، چې دې سیمې ته له ورتلو ډډه وکړي.
    • د ډیلي لومړۍ وزیرې شیلا ډکشټ وویل، زموږ په ټولنه کې داسې څه شوي، چې دغه ډول کرکجنه پېښه د هېواد په پلازمېنه کې رامنځ ته شوه. نوموړې له خلکو وغوښتل، چې ارام اوسي.
    • د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشیل کومار شیندې ویلي، چې د ډله ییز تېري د موضوع په اړه به په چټکتیا سره کار وکړي، نوموړي وویل د یوې میاشتې په اوږدو کې به بشپړ رپوټ وړاندې کړي.
    • د هند ولسمشر پرنب مکرجي له خلکو غوښتي، چې ارام اوسي، نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، چې د هند ولس به د دې هېواد د یوې زړورې نجلۍ پر مړینه تل خواشیني وي.
    • خلک د هند پارلمان ته څېرمه د جنتر متنر سیمې ته د احتجاج کولو لپاره پر لاره دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .