زرګونه جریبه ځمکه "زورواکانو غصب کړې"

د خپريدو وخت: 14:16 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون په اوو ولایتونو کې نژدې ۱۴۰ زره جریبه دولتي او نا دولتي ځمکه غصب شوې ده.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون په اوو ولایتونو کې نژدې ۱۴۰ زره جریبه دولتي او نا دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د غصب شویو ځمکو د مالومولو لپاره ولسي جرګې ځانګړی پلاوی ګمارلی دی، چې له له دوو میاشتو راهیسې یې په کار پیل کړی دی.

دغه پلا وی وايي، د دغو ځمکو د غصب په اړه کره رسمي اسناد هم لري.

د کمیسیون په وینا نژدې یو میلیونه او ۲۰۰ زره نوره ځمکه هم په همدغو شپږو ولایتونو کې زور واکانو غصب کړې، چې په نژدې راتلونکي کې به یې رسمي اسناد هم ترلاسه کړي.

د دغه کمیسیون مرستیال سید اکرم وايي، په دغو کسانو کې چې دولتي ځمکې یې غصب کړي، لوړ پوړي دولتي چارواکي ښکېل دي خو د نوم له اخیستلو یې ډډه کوي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په کابل کې له ښاغلي سید اکرام سره په همدې اړه مرکه کړې او په سر کې يې ترې د ځمکو د غصب په اړه د دوی د موندنو نور جزییات غوښتي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .