د عکسونو البوم: د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د نوي کال لمانځنه

د خپريدو وخت: 10:28 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391
    • ميلیونو کسانو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۰۱۳ کال ته هرکلى وویلو. په دې لړ کې لومړنۍ اور لوبې د استراليا په سیډني کې پيل شوې.
    • د استرالیا اوپیرا هاوس او هاربر برېج ته څېرمه سلګونه زره کسان د ۲۰۱۳ کال د پیل په خوښۍ راوتلي وو.
    • په هانګ کانګ کې بیا ودانۍ په ګروپونو رڼې شوې وې چې د ۲۰۱۲ وروستۍ شېبې یې ډېرې هیجاني وې.
    • د هانګ کانګ په ویکتوریا سمندر څنډه کې اور لوبې وشوې.
    • جاکارتا کې د ۲۰۱۳م کال د لمانځلو سترو مراسمو په موخه مرکز ته د راتلو ځینې لوی لارې تړل شوې وې
    • اروپا کې روسیه لومړنی هېواد و چې ۲۰۱۳ کال ته یې هر کلی وویلې
    • زرګونه کسان په لندن کې د نوي کال لمانځلو لپاره را غونډ شوي وو او د یوولسو دقیقو لپاره یې د اورلوبو ننداره وکړه.
    • یونان
    • جرمني
    • هالنډ
    • ایټالیا
    • برازیل کې هم د ۲۰۱۳م کال لمانځلو لپاره تر ۲ میلیونو ډېر خلک را غونډ شوي وو.
    • برازیل
    • جاپان
    • د جاپان - توکیو مییجي زیارت مذهبي مشرانو د ۲۰۱۲ کال ختمېدو او د نوي کال د پیل په جشن کې برخه واخیسته.
    • هند هم لکه د نورو هېوادونو په څېر د نوي کال خوښۍ ولمانځلې.
    • فلپینیانو بیا خپله دودیزه لوبه وکړه او پر خپلو سرونو یې مصنوعي ښکر لګولي وو.
    • په برما کې په لومړي ځل نوى کال په رسمي ډول پرانستل شو.
    • جنوبي کوریا کې نڅاګرو له ډول وهلو سره مېله وکړه.
    • پییونګیانګ، شمالي کوریا
    • دوبۍ

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .