موږک د هوا اټکل گډوډ کړ

د خپريدو وخت: 18:03 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د بي بي سي د يوې کورنۍ راډيو سټوډيو ته د موږک ناڅاپي ننوتنې ژوندۍ خپرونه گډوډه کړه.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د بي بي سي د يوې کورنۍ راډيو سټوډيو ته د موږک ناڅاپي ننوتنې ژوندۍ خپرونه گډوډه کړه.

دغه مهال د هوا حال اورول کېدل، چې د ميلادي کال په وروستۍ ورځ يې اورېدونکي په تېره بيا ډېر وي، ځکه چې د نوي کال نمانځنې سمبالوي.

د هوا حالات کېټ کينسېلا وړاندې کول چې ناڅاپه يې موږک د کمپوټر پر مخ راوښوييد او هغې چغې کړې:

اکټ

وارخطايي يې په غږ کې ډېره ونه برېښېده، خو چيغه يې واورېدل شوه او هغې د ځان سپيناوى داسې وکړ: "وبښئ، مخې ته مې موږک راغلى و."

موږک له چيغې سره د هغې پر کيبورډ يا د کمپيوټر په ليکدړه ولوېد چې ددې مخې ته ايښى و. د ټولې خپرونې وړاندې کوونکى لئن لي و. هغه په وارخطايۍ له کېټ څخه وپوښتل: روغه يې، هه څه خو به نه وي پېښ شوي.

هغې وروسىته وويل:

"آن زما مسلکي توب هم ونشواى کړى چې له خولې مې د چيغې د راوتلو مخه ونيسي."

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .