د عکسونو البوم: ۲۰۱۲ کال کې نامتو پرېوتي ستوري

د خپريدو وخت: 18:53 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391
    • په ۲۰۱۲ کال کې سپوږمۍ ته لومړی ختلی انسان امریکایی ستوزمزلی نیل آرمسټرانګ د ۸۲ کالو په عمر ومړ.
    • د پښتو نامتو شاعر، افسانه او ډرامه لیکونکی د ژوند د ناکراره شوګيرو نه سترګې پټې کړې. شپاړسم د نومبر و چې ورپسې د مازيګر ماښام تر منځ د مرګ بلنه راغله او لاړ د خداى مېلمه شو.
    • د اردو ژبې غزلبول مهدي حسن له اوږدې ناروغۍ وروسته د کراچۍ په يوه روغتون کې د ۸۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. مهدي حسن چې د غزل شهنشاه لقب يې ګټلی و، په ۱۹۲۷ کال کې د هند د راجستان صوبې په لونا نومي کلي کې زېږېدلی و.
    • امريکايي مشهوره سندرغاړې ويټني هوسټن په لاس انجلس کې د خپل مېلمستون په خونه کې تر بېهوښه کېدو وروسته مړه شوې ده. د دې ٤٨ کلنې وتلې هنرمندې سندرې په اتيايمو او نوي يمو کلونو کې د خورا ډېرو پلورل کېدونکو په ډله کې راتلې.
    • نژدې یوه لسیزه د هنر په غېږ کې وه، د خپلو مينه والو په زړونو کې ښکلی ډالۍ وه، د هغوی په زړونو کې توده مینه، خو "د هنر دښمنانو" لپاره د کسات او حسادت د غچ مرغه - په ځوانه ځوانۍ د خپل آواز او ښکلا د مینه والو د اوښکو له باران سره له دې نړۍ د جون پر ۱۹مه ۲۰۱۲ و کوچېده.
    • د هند يو تر ټولو زيات د اغېز څښتن فلم جوړونکي ياش چوپړا د خپل عمر په ۸۰ کلنۍ کې ومړ. ياش چوپړا به له ۵ لسيزو خپلې دندې سره د باليووډ د تر ټولو زياتو کتل شويو فلمونو ترشا کس په توګه يادېږي. دی نه يوازې په هند کې، بلکې بهر هم يوه پېژندل شوې څېره ده.
    • د برازیل اوسکار نیمیر چې په تېرو ۶۰ کلونو کې له نوښتګرو او زړورو معمارانو څخه یو و په ۱۰۵ کلنۍ کې ومړ.د خپلو معاصرو برخلاف، چې څلور اړخیزې ودانۍ یې جوړولې، نیمیر یو شمېر داسې ودانۍ جوړې کړې، چې د ډېرو شمېر یې ځان ته کړ او اوس هم یادیږي.
    • د هند لومړی سوپر سټار راجېش کنا د خپل عمر په ۶۹ کلنۍ ومړ. کنا هغه مهال خپل نوم جوړ کړ، چې په يو لړ فلمونو کې يې مخکښ رمانټيک رولونه ولوبول. د ده دغه فلمونه په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسيزو کې له پراخ برياليتوب برخمن وو.
    • د کمبوډیا پخوانی پاچا نورودم سهانوک په ۸۹ کلنۍ کې ومړ.
    • د مریکا سندرغاړې ډونا سمر هم یو له هغو مهمو څېرو څخه وه چې په ۲۰۱۲ کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
    • د امریکا وتلی فلمي ستوری هیګ مین په ۸۱ کلنۍ کې ومړ.
    • د هندوستان مشهور ستار غږونکی پنډت روي شنکر له لنډې مودې ناروغۍ وروسته د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې ومړ. وموړی ۹۲ کلن و او په لوېدیځ کې د هندوستاني موسقي په محبوبیت کې لویه ونډه درلوده، په لوېدیځه نړۍ کې یې هم خورا ډېر محبوبیت درلود او درې ګرامي جایزې یي تر لاسه کړې
    • د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې د "پاکستاني طالبانو" یو ځانمرګي برید د خيبر پښتونخوا مشر وزیر بشیر بلور وواژه. ښاغلی احمد بلور له عوامي نېشنل ګوند سره په ۱۹۹۴ کال کې یو ځای شو. نوموړی په ایالتي حکومت کې د کلیوالي سیمو لپاره وزیر و.
    • افغان سیاست پوه ډاکتر صمد حامد یکشنبې په سهار (دسمبر/۳۰) په جرمني کې ومړ. ښاغلی صمد حامد د محمد ظاهرشاه د سلطنت په وخت کې د افغانستان د صدارت مرستیال و او د یو څه وخت لپاره د پلان وزیر هم پاتې شوی دی.
    • د ۲۰۱۲کال د ډیسمبر په ۳۰مه نوموتی خطیب مولانا محمد امیر چې په ملا بجلي ګر مشهور و په پېښور کې ومړ. مولانا بجلي ګر به ‍د طنز ‍په ژبه د حکومت پر تګلارو نیوکې کولې چې له همدې وجه یې زرګونه مینه وال موندلي و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .