۲۰۱۲م کال کې د ویاړونو ګټونکي افغانان

د خپريدو وخت: 19:45 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391
    • ډاکټر سیما ثمر د ۲۰۱۲ کال د حقونو د پاېښت په نامه جایزه وکټله. دغه جایزه د نوبل جایزې بدیل ګڼل کېږي. د جایزې جرګه ګۍ د بیوزله وګړو د مرستې په برخه کې د نوموړې ژمنتیا او د پوهنې، برابرۍ او بشري حقونو د ملاتړ له کبله د سیما ثمر ستاینه وکړه. د حقونو د پاېښت جایزه د هغو کسانو درناوی کوي، چې ننګونو ته چې موږ ورسره مخامخ یو عملي او اغېزمن ځواب وايي. په ډېرو هېوادونو کې دغه جایزه د نوبل د بدیل جایزې په توګه مشهوره ده.

    • قهرمانې کاکړ د سولې لپاره د مخبیلګې کارکوونکې جایزه وګټله. نوموړې دغه جایزه د فلپین له ولسمشر بینینو اکینو څخه په مانیلا کې د ملګرو ملتو د این - سولې جایزو په ترڅ کې تر لاسه کړه. د این – سولې جایزه ښځو ته په خپلو اړوندو ټولنو کې د سولې او پرمختګ لپاره کار او زور زیاتي د مخنیوي په بدل کې ورکول کېږي.

    • فرخنده زهره نادري هم د ۲۰۱۲ کال د سولې د مخبېلګو جایزه وګټله.

    • عمر اکرم د خپلې څلورمې هنري سي ډي د خپرولو له امله د ګرامي په نوم هنر جایزې ته نومول کېږي. د عمر اکرم دغه سي ډي د مینې ازانګې نومېږي. نوموړی لومړی افغان الاصله امریکايي هنرمند دی، چې دغه جایزې ته نومول شوی. ګرامي یا ګراموفون جایزه امریکا کې د هنر او ساینس د ملي اکاډمۍ لخوا هغه چا ته ورکول کېږي، چې د میوزیک په برخه کې یې ښې لاس ته راوړنې لرلې وي.

    • سږکال زموږ همکار داود اعظمي په اروپا کې تر ۴۰ کلنو د کم عمر لرونکو ۴۰ ځوانانو مشرانو په ډله کې وټاکل شو. په اروپا کې د ځوان مشرانو پروګرام له ټولې اروپا نه ۴۰ تنه غوره کوي چې پر اروپایي او نړیوالو مسایلو د تصمیم نیوونکو او کارپوهانو په توګه بحث وکړي او د حل لارې وړاندې کړي.

    • د افغانستان د تکواندو ٦٨ کيلو گرامه وزن لرونکي ستوري روح الله نېکپا د بيجينگ اولمپيک په څير په لندن سياليو کې هم د ژيړو مډال خپل کړ او په تاريخ کې يې خپل او د افغانستان دويم اولمپيک مډال ترلاسه کړ. د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپیک لوبو کې د تکواندو، منډو، بوکس او جودو په برخو کې شپږ افغان لوبغاړي د افغانستان له لوري ګډون کړی وو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .