د ۱۸ پېړۍ تر ټولو عصري اروپايي سالون

د خپريدو وخت: 10:17 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391
    • دغه سالون د لندن په ګرینویچ کې دی. د سالون له نقاشۍ ښکاري، چې دا د برتانوي هنرمند سېر جېمز تورنهېل اثر دی.
    • د عامو خلکو پر مخ به دغه سالون تر رغولو وروسته د جنورۍ په نیمايي کې پرانیستل شي.
    • د ترمیم لومړي پړاو څلور میاشتې وخت ونیو، چې ۳۳۵۰۰۰ پاونډه لګښت پرې راغلی.
    • ددغه سالون د جوړولو چارې نولس کاله وخت ونیو، چې ځینې فلمونه یې هم د ننه ثبت شوي.
    • د (کاریبي ټاپوګانو غله) په نامه فلم ځینې صحنې په دغه سالون کې ثبت شوې دي.
    • په ۱۸۰۵ کال کې د جګړې د امیرالبحر نېلسن د بریا جشن هم په دغه سالون کې جوړ شوی و.
    • دا لومړی ځل نه دی، چې دغه سالون په کې ترمیمېږي. د تېرې پېړۍ په پنځوسمه لسیزه کې هم ددغه سالون د ترمیم کار پیل شوی و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .